امنیت

په ننګرهار کې له وسله څخه ډک بار وړونکی موټر ونيول شو

جلال اباد باختر د مرغومې د میاشتې ۲ مه
د ملي امنيت مسوولینو د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په نوي ګمرک سيمه کې د وسلو څخه ډک باروړونکی موټر نيولي دی.
ځایي چارواکي وايي چې يادې وسلې د سيمنټو څخه بار موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوې وې چې د ملي امنيت له خوا ونيول شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې په نيول شويو وسلو کې ۱۴۶ توپانچې،شپږ کلاشینکوفونه او څه د پاسه پنځه دېرش زره مرمۍ شاملې دي.
هغه زیاتوي چې د نيول شويو وسلو په تور څوک نه دی نيول شوی،خو پولیسو يې د نيولو هڅې پیل کړي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته