خبرونهنړۍ

کېم جونګ اون د خپل هېواد د اټومي او نورو وسلو د تولید د زیاتولو خبر ورکړی

نړۍ، د لېندۍ ۲۹مه، بهرنۍ رسنۍ

د کوریا دولتي خبري اژانس نن یکشنبې خبر ورکوي، چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د دغه هېواد د اټومي وسلو په تولید کې د زیاتوالي غوښتنه کړې او اړوندو ادارو ته یې امر کړی، چې په نوي ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د بې پیلوټه الوتکو تولید ته هم پام زیات کړي.

کېم د عصري وسلو تولید او زیاتوالی د معاصر وخت اړتیا بللې او په ټینګار سره یې ویلي، چې د جنګي بېړیو او سمندري اوبتلونو زیات تولید هم په راتلونکي ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د شمالي کوریا اړتیا بللې ده.

پیونګ یانګ دغه راز خبر وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې بې د جاسوسۍ او استخباراتي معلوماتو د راټولولو درې نور سټلایټونه هم فضا ته وتوغوي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون خپل پوځ او د اټومي وسلو اړوندو ادارو ته امر کړی وو، تر څو له امریکا سره احتمالي مقابلې ته ځان چمتو کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته