ورزش

افغان سنوکر ټيم له اسيايي سياليو څخه هيواد ته راستون شو .

کابل باختر  دثور يوولسمه

 دهيواد دسنوکر دملي ټيم ورزشکاران  په قطر کې  داسيايي سياليو په  ٢٨ پړاو کې  له ګډون وروسته  نن سهار هيواد ته  راستون شو .

 دباختر اژانس دخبر له مخې،  دغه سيالۍ له  ٢٤ هيوادونو څخه ديو پنځوسو تنو ورزشکارانو  په ګډون  دقطر په دوحه ښار کې ترسره شوې  .  باختر اژانس ته  دسنوګر فدراسيون درييس محمد عزيزعظيمي  دمعلوماتوله مخې،  په دغو سياليو کې افغان ورزشکارانو هر يوه صالح محم محمدي ، نادر خان سلطاني او محمد رييس سنيزي  برخه لرله چې له دې جملې څخه يوويشت سيالۍ يې چې  د بيلابيلو هيوادونو له ورزشکارانو سره ترسره کړې  څلور بايلى او اوولس برياليتوبونه لرل او په دغو سياليو کې يې پنځم مقام ته وګاټه .

  محمد عزيز  وويل :دسياليو په پاى کې هندي ورزشکارانو  لومړي، تايلندي ټيم دويم مقام او ايراني ټيم دريم مقامونه وګټل او افغانستان پنځم مقام وګاټه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته