سیاست

دبهرنيو چارو وزارت معين داندونيزيا له سفير سره وکتل .

کابل باختر د لړم نهمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت داداري او منابعو معين ډاکتر نصير احمد  انديشه  پرون په کابل کې داندونيزيا له سفير  عارف رحمان سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دواړو لورو په بيلابيلو اقتصادي  اوسياسي برخو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو دلازيات ټينګښت، دوه اړخيزې غونډې او دهغو دهيئتونو  دسفرونو په باب چې په  نږدې  راتلونکې کې  ددواړو هېوادونو دبهرنيو چارو دوارتونو ترمنځ  ترسره کيږي خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته