امنیت

په کندز کې د ماین چاودنې د تېلو يو ټانکر وسوځاوه

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
په کندز کې پرون له غرمې وروسته د تېلو يو ټانکر وسوځېد.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ سيمه ييز خبرځايونه وايي چې د تېلو دغه ټانکر د کندز ښار د خواجه مشهد په نوآباد کې د ښخ کړاى شوي ماين په چاودنه کې اور واخيست او د کندز د اور وژنې ټيم له يو ساعت وروسته اور مړ کړ.
د کندز پوليسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو پوليسو د ټانکر چلوونکى نيولى دى.
په دې پېښه کې درې دُکانونه هم يوڅه زيانمن شو ي دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته