امنیت

څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٤
د کورنيو چارو وزارت وايي چې پرون د سيمه ييزو پوليسو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې وسله والو مخالفينو ته د سر دروند زيان واوښت.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دکونړ، کاپيسا ، لغمان ، هلمند او د پکتيا د ولايتونو په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٤٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ لس تنه ټپيان او يو تن يې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو ٢٢ ماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا د هلمند ، بادغيس ، غور ، هرات ، بغلان او د قندهار د ولايتونو په مربوطاتو کې ښخ کړي شوي و؛ کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته