کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥ :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په کاپيسا ولايت کې دتوغنديو دتوغولو دوه دستګاوې کشف کړې .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي . د توغندي دتوغولو دوه دستگاوې له يوولسو ماينونوسره يې دکاپيسا ولايت دکوهستان ددويمې برخې دولسوالې دجمال آغه سيند ته څيرمه دتروريستانو له خوا پټ کړى شوي و چې له هغو څخه په استفادې سره دبگرام په هوايي ډګر او دولتي تاسيساتو باندې راکټي بريدونه وکړي چې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا کشف اوترلاسه شول
0 د یوې دقیقې څخه لږ