خبرونهاقتصادټولنه

په لوګر او لغمان کې د پاسپورټ آمریتونو څه باندې ۲۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د وري ۱۸مه، باختر

د لوګر او لغمان د پاسپورټ آمریتونو مسوولین وايي چې  د ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې ۴۰ زره ۱۸۵ پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۲۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. 

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د ١٤٠٢ لمریز کال په لړ کې د پاسپورټ آمریت د یاد ولایت اوسېدونکو ته څه باندې ١٩٥٠٠ پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې څه باندې سل میلیونه افغانۍ ترلاسه شوي دي.

ورته وخت کې د لغمان د پاسپورټ امر قاري ثمرګل حنفي ویلي، چې یاد امریت تېر  کال ۲۰ زره ۶۸۵ پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۱۱۶ میلیونه ۹۴ زره ۵۱۰ افغانۍ عواید راټول شوي دي.

مسوولینو ډاډ ورکړ چې په یادو ولایتونو کې د پاسپورټ غوښتونکو ته په منظم او عادلانه ډول خدمات وړاندې کوي او د خلکو عرایضو ته په وخت رسېدنه کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته