خبرونهاقتصاد

د بغلان ځنګلونه بیا رغول کیږي

 کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر

د بغلان د کرنې ریاست په دغه ولایت کې د ځنګلونو ساتنې په برخه کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د بغلان د کرنې ریاست د ځنګلونو مسوول انجنیر محمد یعقوب ملاخیل د دغه ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ له عالمانو، مشرانو او مسوولینو سره په کتنه کې د دهنه غوري ولسوالۍ د ځنګلونو د ودې او له پخېدو مخکې د پستې د ټولولو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

ملاخېل ځنګلونه او څړځايونه ملي شتمني وبلله او د ځنګلونو غوڅول د نه زغم وړ وباله او د دهنه غوري ولسوالۍ له هیئت څخه  يې وغوښتل چې په دهنه غوري ولسوالۍ کې د ځنګلونو د غوڅولو مخه ونيسي.

هغه خبرداری ورکړ چې د بوټو، نباتاتو او د رېښو غوڅول جرم دی او د چونغر د غرونو د بوټو، نباتاتو او ریښو د د غوڅولو په تور د درېیو کسانو د نیولو خبرهم ورکړ.

په دې کتنه کې د دهنه غوري ولسوالۍ د ځنګلونو مسوول ظاهر لشکري د دهنه غوري ولسوالۍ د ځنګلونو د حالت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دې ولسوالۍ کې د ځنګلونو په غوڅولو کې زورواکي لاس لري.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته