سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دسعودي عربستان له سفير سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولې ٢٥مه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان په کابل کې دسعودي عربستان دشاهي هېواد له سفير  جسيم محمد الخالدي سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې ادريس زمان دسولې دخبرو دبهير ، دسولې د مشورتي جرګې دپايلو او دکابل دپروسې  ددرې يمې غونډې په باب چې ټاکل شوې ده  په نږدې راتلونکې کې جوړه شي   معلومات وړاندې کړل او په مکه معظمه  کې دعالمانو دغونډې د جوړيدو په اړوند دوروستيو هڅو په خاطر دسعودي عربستان  له شاهي هېواد څخه قدرداني وکړه .
دواړو لورو ددوه اړخيزو ، اړيکو دپراختيا ، په مکه معظمه کې  دعالمانو دغونډې ، سعودي عربستان ته  دجمهور رييس  دسفر او داقتصادي همکاريو  په باب خبرې وکړې .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته