اقتصاد

جمهور رئیس غني د ملي اقتصاد په وده او کارموندنه کې د غالیو د تولیدونکو رول وستایه

کابل- باختر د وږي د مياشتې٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت  جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر په ارګ کې د افغانستان د غالیو د تولیدونکو اتحادیې له استازو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني د افغانستان د غالیو د تولیدونکې اتحادې د استازو له لارې د غالیو د صنعت له ټولو صنعتکارو څخه له دې امله  مننه وکړه، چې له ۱،۶ ملیونه زیاتو افغانانو ته یې دکارزمينه برابره کړې ده.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د دې لیدنې موخه د اتحادیې له غړو سره دترکمنستان هېواد سره د غالیو د تولید په برخه کې د همکاري د څرنګوالي په اړه مشوره ده.  او دغه همکاري به افغانستان ته د ترکمنستان د جمهور رئیس د سفر پرمهال مطرح شي.
جمهور رئیس غني په دې غونډه کې د سوداګرۍ وزارت ته دنده وسپارله ، چې په راتلوونکو دوو اوونیو کې د غالیو د تولید په برخه کې د ستونزو د حل لپاره خپل مشخص وړاندیزونه برابر کړي.
په دې ناسته کې د اتحادیې ځینو غړو د غالیو د تولید، اومو موادو، مالي منابعو، د غالیو دصنعت د ملاتړ، صادراتو، د اتحادیې د ملکیت د غصب او د وینځلو د امکاناتو د نشتوالي د ستونزو، ننګونو، فرصتونو او اړتیاو په اړه خبرې وکړې.
د اتحادیې غړو د افغان ترکمن دغالیو د کلني نندارتون جوړول، د ګډ بازار او صنعتي پارکونو رامنځته کول، د اومو موادو د برابرولو له پلوه د غالیو له تولید څخه ملاتړ او د غالیو د صنعت د عصري کولو په موخه د حرفوي ښوونځیو جوړول د ترکمنستان له هېواد سره د بالقوه همکاري مهمې زمینې وبللې.
جمهور رئیس غني ژمنه وکړه، چې د افغانستان حکومت د غالیو د صنعت د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال او د سوداګري وزیر همایون رسا هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته