سیاست

جمهوررييس غني دچين دولسي جمهوريت دعامه امنيت له وزير سره وکتل

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٩ :
دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني  دچين دولسي جمهوريت دمشورتي  عالي شورا له غړي  او دعامه امنيت له وزير ګوشينګ کان  سره چې ديوه جګپوړي هيئت په مشرۍ کابل ته راغلى و ، وکتل.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې چې نن په ارګ کې وشوه دواړو لورو  ددواړو هېوادونو ترمنځ داقتصادي او تجارتي  اړيکو دپراختيا  ، بيا جوړولو  اوپه افغانستان کې دسولې او امنيت دتامينولو په باب  خبرې  وکړې .
دچين دولسي جمهوريت دعامه امنيت وزير  ددواړو هېوادونو  دجمهورو رييسانو  دهغو پريکړو دعملي کولو په اړوند  چې چين ته دجمهوررييس غني دسفر په بهيرکې  ددواړو  هېوادونو دمشرانو ترمنځ ورباندې موافقه شوې وه  ، خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې بايد ددغو پريکړو دتطبيق په برخه کې عملي ګامونه واخيستل شي .
ګوشينګ کان کابل ته دخپل سفر په بهېرکې  دافغانستان دبيلابيلو ادارو له مسوولينو سره هم  ليده کاته کړي دي  او دچين دژمنو  دعملي کولو دڅرنګوالي په باب يې  خپلې نظريې  هغوى ته څرګندې کړې دي.
په مقابل کې جمهوررييس غني  له افغانستان سره  دچين دمرستو له امله  دقدردانۍ په ترڅ کې وويل : چې دواړه هېوادونه به  ددوست په توګه پاتې شي  او افغانستان ديو ښه همکار په توګه  دسولې او ثبات او دچين او دسيمې  داقتصادي ودې لپاره   ژمن دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته