ټولنه

ډاکترکمال سادات: ځوانان د تاريخ جوړونکي دي

کابل باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات نن په کابل کې په يوه غونډه کې د قندهار ولايت له يوشمېر ځوانانو ستونزې او غوښتنې واوريدې. د باختر آژانس دخبرله مخې: په دې غونډه کې دقندهار ولايت د ځوانانو چارو آمر د نورو په استازيتوب خبرې وکړې، د دې ترڅنګ چې دقندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو د آمريت د پروګرامونو او کارونو په باب یې معلومات وړاندې کړل، د دغه ولايت د ځوانانو ستونزې او غوښتنې يې هم د ځوانانو له معين سره شريکې کړې. ده زياته کړه چې د دغه ولايت ځوانان د تحصيلي فرصتونو، دکار د زمينو او د روزنيزو پروګرامونو د برابرولو غوښتنه کوي . دغه راز دوى ډاډ ورکړ چې د انتخاباتو په اړوند په رضاکارانه فعاليتونوکې همکارۍ ته چمتو دي. د ځوانانو چارو معين دقندهار ولايت د ځوانانو چارو د آمريت کارونه وستايل او ويې ويل چې ځوانان د تاريخ جوړونکي دي او په بېلابېلو برخوکې د زياتو فعاليتونو په ترسره کولو سره کولاى شي تاريخ جوړکړي. دغه راز ده ژمنه وکړه چې دقندهار ځوانانو ته د تحصيل او زده کړې د فرصتونو د برابرولو په برخه کې همکاري کوي . د دغې غونډې په پاى کې ډاکتر کمال سادات د ځوانانو چارو د معينيت ستاينليک د قندهار ولايت د ځوانانو چارو آمر ته د هغه د کارونو د ترسره کولو په وياړ ورکړ. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته