سیاست

دملي شورا د شپږو تنو پخوانيو غړو دشپږم تلين درناوى وشو .

کابل باختر د لړم دمياشتې ١٦ :
دبغلان په  پيښه کې په ملي شورا کې دخلکو داستازو دشهادت دشپږم تلين درناوى وشو . 
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې  :  په هغې غونډه کې چې له همدېي امله  په کابل کې جوړه شوي وه  ويناوالو  دبغلان د ډار اچوونکي پيښې  دعاملينو دنيولو غوښتنه وکړه چې په ملي شورا کې دخلکو يو شميراستازي پکې شهيدان شول .
  په ملي شورا کې دخلکو استازي ډاکتر سيدعلي کاظمي په دېي غونډه کې وويل په بغلان ولايت کې د١٣٨٦ کال دلړم دپنځلسمې نيټې په ډار اچوونکي  پيښه کې دملي اقتصاد دکميسيون رييس سيد مصطفي کاظمي  اودملي  اقتصاد دکميسيون  غړي  حاجي محمد عارف  ظريف  ، صبغت الله ذکي ،  نازک  مير سرفراز ، انجنير عبدالمتين اوصاحب الرحمن  همت دبغلان  ولايت ديو زيات شمير اوسيدونکې  او دښوونځيو زده کوونکي  پکې شهيدان شول  خو تراوسه پورې  ددغې خونړۍ   پيښې  دتعقيبولو  لپاره  دولت کوم  اقدام نه دى کړي .
  دغه راز په  دې غونډه کې په ملي شورا کې دبلخ ولايت دخلکو استازى مولوى عبدالرحمن  رحماني او سوداګرۍ اوصنايعو دخونو دعامل هييت رييس
محمد قربان حقجو دملي شورا دشهيدانو يادونه  مهمه وبلله اوڅرګنده يې کړه  چې دشهيدانو ياد او خاطرو  ته درناوى  دهغوي د آرمانونو ته  درناوى دى .
دغه راز  دغونډې په دوام ديني عالم  مولوي عبدالروف  په اسلام کې  دشهيدانو مقام ته اشاره وکړه او ويې ويل چې شهيدان  دخداى ( ج )  په دربار کې ځانګرى ځاى لري  او هغوى ژوندي اوجاويدان دي هرڅوک چې يومسلمان په ناحقه  وژنې د هغه  ابدي ځاى په  دوزخ  کې دى او  هغه کسان چې د  خلکو خدمتګارانو په  ترور لاس پوري کوي خداى ( ج ) هغوى له سخت عذاب  سره مخامخ  کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته