سیاست

دقندهار شورا : هغه کسان چې دهيواد مخورو شخصيتونو ته سپکاوى کوي، بايد مجازات شي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
دملي وحدت لپاره دقندهار شورا غړو پرون په يوه ستره غونډه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې يو داسې فرمان صادر کړي چې دهغه له مخې هر هغه څوک چې ملي شخصيتونو او مشرانو ته سپکاوى کوي.،مجازات شي.
دباختر آژانس دخبرله مخې :په دې غونډه کې برخه والو دسولې دشهيد پروفيسر برهان الدين رباني دشهادت دتلين ددرناوي په مراسمو کې دافغانستان دپخواني جمهور رييس حامد کرزي په پته د يوه سړي له سپکاوي ډکو خبروته په اشارې سره ، طرحه کړه چې خاصې کړۍ دبهرنيو استخباراتو په ملاتړ هلې ځلې کوي چې دهيواد مشرانو او مخورو شخصيتونو ته سپکاوى وکړي .
د دوى دڅرګندونو له مخې : ددغې مسلې پروګرام مخکې له مخکې جوړ شوى و او بايد دغه کړۍ مشخصې شي.
دغې غونډې وينا وال نادرخان کټوازي په دغې موضوع ټينګار وکړ.
په همدې ترتيب دغونډې بل وينا وال حميد زي لالي طرحه کړه ځينې کړۍ هلې ځلې کوي چې دسولې دبهير مخه ونيسي.
عبدالله بارکزي په دې مجلس کې وويل چې دغلو او شوګمارانو د څيرو په افشا کولو کې غفلت نه کوي.
په همدې ترتيب برخه والو په پاى کې په شپږو فقرو کې يو پريکړه ليک صادر کړ چې دهغو کسانو په مجازاتو زيات ټينګار شوى دى چې دهيواد مخورو سياسي شخصيتونو په سپکاوي لاس پورې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته