سیاست

دجمهوري رياست دويم مرستيال : دملي وحدت حکومت به دافغانستان په تاريخ کې يو له ډيرو ښو حکومتونو څخه وي

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١٩ :
جګپوړو دولتي مقاماتو ،  دهېواد دبيلابيلو سيمو  ،  دقومي شوراګانو مسوولينو او مخورو   ، ځوانانو او محصلانو  دجمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرور کړ:
دفوايد عامې وزارت   دمشرتابه هيئت ، دغزني ولايت  سيمه ييزو مقاماتو ، دغزني ولايت  دناهور ولسوالۍ دجرغي  او برجګي  ګڼ شمير خلکو ، ددايکندي ولايت  په لسګونو تنو عالمانو ، مشرانو  ، مخورو  او محصلانو ، دپروان ولايت دشيخ علي ولسوالۍ   مخورو ، دافغانستان دځوانانو دسراسري شورا دمشرتابه هيئت  ، يوشمير اقتصادي کارپوهانو او دغزني ولايت  دقره باغ ولسوالۍ  دخلکو دسراسري شورا مسوولينو  په  جلاجلا ډول د جمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل.
دکتنې برخه والو په دې ترڅ کې  چې  دبدلون او دوام دانتخاباتي ټيم  دبرياليتوب ، دملي وحدت دحکومت د جوړيدو  اودجمهوري رياست ددويم مرستيال په توګه دقانونپوه سرور دانش دټاکل کيدوله امله  ده ته مبارکي وويله
داړوندو سيمو  داوسيدونکو ځينې غوښتنې او مطالبات يې هم له ده سره طرحه کړل .
دوى دملي وحدت  له  حکومت سره  دملاتړ داعلامولو په ترڅ کې  دخلکو دغوښتنو په تحقق  ، کارموندلو ، دعدالت په تامينولو  او دوړتيا اولياقت داصل پربنسټ  ددولتي ادارو په جوړښت کې  دخلکو  په عادلانه مشارکت ،انډوليزې پرمختيا  او په بيلابيلو برخو کې دخلکو اړتياو ته  په پاملرنې  باندې  ټينګارو کړ .
دکتنې برخه والو   له فساد سره دمبارزې  او داصلاحاتوپه لاره کې  دنوي حکومت دوروستيو اقداماتوله امله دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې ، هيله وکړه  چې ددغه  حکومت دهڅو په  رڼا کې  له فساد سره دمبارزې ، کاري مصوونيتونو ، دښې  حکومتوالۍ درامنځته کولو ، دعدالت دتامينولو ، دوړتيا او لياقت داصل درعايتولو ، دسولې او امنيت دتامينولو ، اقتصادي پرمختيا او دانډوليز انکشاف په برخه کې دخلکو هيلې ترسره شي .
په مقابل کې دجمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش  دکتنې دبرخه والو  دارادت له امله  دقدردانۍ دڅرګندولو په ترڅ  کې دملي وحدت له  حکومت سره  دخلکو دملاتړ هرکلى وکړ  او ډاډ يې ورکړ چې  ددغه  حکومت دمشرتابه هيئت ارادې  ته په پاملرنې سره ، دملي وحدت  حکومت به دافغانستان  په تاريخ کې يو له ډيرو ښو حکومتونو څخه وي .
دجمهوري رياست ددويم مرستيال دڅرګندونوله مخې :  اصلاحات،  حکومتوالي ، له فساد سره مبارزه ،  دامنيت تامينول اوپه تيره بيا  دهېواد په لويو لارو کې دامنيت ټينګښت  اواقتصادي پرمختيا ددغه  حکومت اساسي لومړيتوبونه دي  .
دجمهوررييس مرستيال  په دې باندې په ټينګار سره  چې په بيلابيلو برخو کې   دهېواددبيلابيلو سيمو دخلکو غوښتنې او مطالبات به وڅيړل شي ، برخه والو
ته ډاډ ورکړ چې په بيلابيلو برخو کې دچارو دښه والي لپاره   جدي تصميمنونه  ترلاس لاندې دي او هيله ده چې دغه تصميمونه  وکولاى شي  په هېواد کې  دبنسټزو بدلونونو   پيل وي .
ده  دغه راز وويل :  دملي وحدت حکومت به دقانون او عدالت پربنسټ  حکومت  وي او دقانون په رعايتولو  او دعدالت په تامينولو سره به  زياتې ستونزې لرې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته