کابل باختر د ليندي نهمه :
دفارياب په ولايت کې له پوځيانوسره دنښتې په ترڅ کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه جګړه ماران نن سهار هغه وخت چې غوښتل يې دپوځيانو پريو کاروان ډزې وکړي ددغو پوځيانو له خوا په ډزو سره ووژل شول .
دفارياب ولايت دمرکز ميمنې ښار يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده تاييد کړه چې په يرغلګرو دميمنې ښار په شاوخوا کې دپوځيانو په کاروان له بريد وروسته پوځيانو ډزې وکړې . ويل کيږي چې له وژل شويو کسانو څخه ځينې وسلې هم ترلاسه شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ