سیاست

په هرات ولايت کې په تير يوکال کې په دولتي ادارو پورې اړوند دڅه دپاسه سلو مواردو شکايتونو څيړل .

کابل باختر د وري  دريمه :
په تيريوکال کې په دولتي ادارو پوررې اړوند څه دپاسه  سل موارده  شکايتونه دهرات ولايت داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کميسيون کې څيړل شوي دي .
داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دکميسيون مسوولين وايي چې په څيړل شويو مواردو کې دملکي خدمتونو دکارکوونکو او دغوښتوونکو  محصلانو دشکايتونو او نارضايتونو ،  دکارکوونکو دمادي حقوقو  او امتيازونو دغير قانوني بدلونونو ، له دندې څخه انفکاک ، په غير قانوني ډول دبستونو اعلان او دازموينې  دنه اخستنې  څيړنه  شامله ده .
داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو دکميسيون دشکايتونو داوريدو دڅانګې آمر انجنير رحمت الله صديقي  دباختراژانس  خبريال ته وويل: دلويديځ  زون دولايتونو  په کچه دشکايتونو دڅيړنې  زياتره موارد په هرات ولايت  پورې  اړه لري .  ښاغلي صديقي  وايي چې  لس مورده شکايتونه دوروستي پريکړې لپاره  په کابل کې دشکايتونو داوريدو مشورتي بورد ته ليږل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته