اقتصاد

دلوګر ولايت دمحمد اغې ولسوالۍ بګران اصلاح شوي غنم اوسره ترلاسه کوي

-کابل باختر د لړم ديارلسمه :
دلوګر ولايت په بزګرانو داتو ټنو اصلاح شويو غنمو او سرې دويشلو پروګرام پرون پيل شو .
  دلوګر ولايت دکرنې اواوبو لګولو رييس انجنير محمد دين مومند دباختراژانس خبريال ته وويل چې دمحمد اغې ولسوالۍ دبزګرانو په اتحاديې داته نيمو  مليونو افغانيو په ارزښت دوه ټنه اصلاح شوي غنم څلور ټنه سپينه سره او دوه ټنه توره سره  ( کارديف ) پروګرام له خوا ويشل کيږي .
مومند زياته کړه چې ددغه پروګرام موخه ددغې ولسوالۍ  دبزګرانو  داقتصاد وده او په خپلو پښو دخلکو درول دي .
يوتراکتور دتريشل له يوې دستګاه سره هم ددغې ولسوالۍ دبزګرانو داتحاديې استازو ته وسپارل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته