سیاست

تبصره

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
دکاري زمينوبرابرول اودبشري منابعودځواکمنۍ لوړول دافغانستان لپاره ديوه باثباته راتلوونکې دترسيم لپاره يوه مهمه خبره ده چې بايدهغه په هيوادکې دنورومهمومسئلوپه شان جدي ويولو.
جمهورييس غني وړمه ورځ دجمهوري رياست په ارګ کې دبشري منابعو عالې شورامديريت وکړ :
دکاردزمينې دبرابرولواودکارکوونکواوکار مندانودظرفيت اوځواکمنۍ دلوړولو، ددرسي کيفيت دښه والي اودلوړوزده کړوپه موسسوکې يې دځوانانواونجونودمنلودوړتيادلوړولو په برخه کې ددغې شورادغړوخبرې اووړانديزونه واوريدل .
دجمهوررييس ټينګارپه دې باب وچې دکاري زمينوبرابرول اودبشري منابعو دځواکمنيو لوړول دافغانستان دراتلوونکي لپاره مهم اوضروري دي . او په دې برخه کې بايد جدي تمرکزوشي .
ده دغه راز نړيوالو معيارونو سره دتصديق ليکونو دصادرولو بهيريوه اساسي اړتياوبلله چې کولاې شي افغان کارګرانو ته دکاردزمينودبرابرولولپاره مرسته وکړي .
جمهوررييس غني په دې غونډه کې دکاري ظرفيتونو دتشخيص اودوزارتونو دوظيفوي تداخل په باب خبرې او ټينګاروکړ چې حکومت به دوزارتونوپه لومړيتوبونو باندې تمرکزوکړي . اودولتي ارګانونه به له اړتياسره سم فعاليت وکړي .
ده دغه رازپه روزنيزوبنسټونو  کې ددرسي موادو دکيفيت په ښه والي او دافغانستان دتعليمي او تحصيلي نصاب  په هر اړخيزې څيړنې باندې تينګار وکړ.
ده وويل :دښوونځيو ، مسلکي انستيتونو او دلوړو زده کړو  دموسسو او دپوهنتونونو په درسي سيستم باندې به نوى نظر وشي .
جمهور رييس غني په داسې حال کې دکاري زمينو دبرابرولو او دبشري  منابعو دځواکمنيو دلوړولو خبرې کوي چې په هيواد کې دوزګارتيا کچه په يوه له انديښنو ډکه کچه کې ده .
په هيواد کې دوزګارو کسانو شمير نهو مليونو تنو ته رسيږي چې  څلور مليونه تنه يې دايمي وزګاراو نور يې په لنډ  مهال ډلو وزګاردي .
  نن ورځ نورو هيوادونو ته دمهاجرت او پناه غوښتنې اصلي انګيزه  په افغانستان کې دکار  نشتوالى دى .
داوزګارتيا ستونزه په افغانستان کې ډيره سخته ستونزه ده آن کولاى شو ووايو چې دغه ستونزه له امنيتي ستونزې څخه هم جدي ده ځکه دوزګارتيا ستونزه او اقتصادي  ستونزه دجنايتونو دزياتوالي او دوسله الو مخالفينو دليکو دپياوړتيا عامل کيږي .
يوه بله مسئله چې دوړمې ورځې په غونډه  کې ورباندې غور وشو دظرفيتونو وده  او دبشري منابعو دځواکمنۍ لوړول و که چيرې اوسني حالت ته پاملرنه وشي په هيوادکې دمناسب کاري ظرفيت نه شتون دچارو په اجرا کولو کې  دتشې سبب  شوى دى  او داکار ددې سبب شو چې دولتي بنسټونه په خپلو ځينو پروګرامونو برلاسي نه شي .
نن ورځ که چيرې خبره دپرمختيايي پروژو دنه تطبيق او په ادارو کې دپرمختيايي بودجې دنه لګشت په باب  دى دغه مسئله  دنامنۍ  تر څنګ دظرفيتونو په کمښت پور ې هم اړه پيداکوي ددغو مسئلو تر څنګ دلازم ظرفيت  نه شتون ددې سبب شوى دى  چې  دافغانستان دولت ونه کړاى شي هغه قراردادونه وڅيړي چې دکاري ځواک استولو په برخه کې  يې له يوشمير  هيوادونوسره لاسليک کړي دي ځکه قراردادکوونکي هيوادونه ماهرو  کارګرانو ته اړتيا لري چې بايد معتبر تحصيلي سند او تصديق ولري په داسې حال کې چې په هيواد کې دغه شان مراجع  کمې دي .
په افغانستان کې دظرفيت ستونزه يوه جدي ستونزه ده چې بايد هغه نه يواځې له نظر  څخه لرې ونه ساتو بلکې بايد دله منځه وړلو لپاره  يې اقدام وکړو چې  دملي وحدت حکومت هغه   په پام کې  ونيسي او اړونده بنسټونه دهغې دله منځه وړلو  لپاره ديوې علمي او عملي پروګرام اوچلند سره اقدام وکړي .
يوه بله مسئله چې دبشري منابعو په عالي شوراکې  پرې خبرې  وشوې په روزنيزو  بنسټونوکې د زدکړې کيفيت اوددرسي موادو کيفيت اوپه تعليمي نصاب کې څوګوني  توب  و .
ديادونې وړ ده چې دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو او دخصوصي ښوونځيو په جوړيدو سره يا تعليمي نصاب  خپلې  ستونزې اوځانګړتياوې لري .
دلوړو زده کړو موسسې اوښوونځي له ډول ډول نصابونوسره مخامخ دي په داسې حال کې چې تعليمي نصاب ديوه هيواد دترقۍ او پرمختګ بنسټ جوړوي او ديوه زده کوونکي فکري خلاقيت په تعليمي نصاب پورې اړه لري .
هغه څه چې دبشري منابعو دعالي شورا په وروستې غونډه کې وڅيړل شول هغه مسئلې  وې چې په ټولنې  او دهغې په  افرادو باندې  اغيزه لري اوبايد ديو واقعيت په توګه ومنل شي اوکه چيرې خبره دهيواد دثبات  او دعلمي او فرهنګي غوړيدو په باب ده بايد په يوه منطفي  پروګرام او اغيزمن چلند سره دحل کولو په لوريې  ګام  واخلو اوپه دې لاره کې هوډمن واوسو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته