ټولنه

يوې ښځې په غور کې په ځان وژنې اقدام وکړ خو مړه نه شوه.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٨
په غور ولايت کې يوې ځوانې ښځې دبيوزلۍ او دخپل ميړه د ځورونې په خاطر په ځان وژنې اقدام وکړ خو دامنيتي ځواکونو له خوا وژغول شوه.
ميريمې نن سهار ځان  په  هغه څپانده سيند کې چې دچغچرانو له ښارڅخه تيريږي وغورځاوه چې ځان وژنه وکړي خو په خپل وخت  وژغورل شوه او روغتون ته وليږدول شوه.
دچغچران دپوليسو يو مسوول باختر آژانس ته وويل :  چې امنيتي ځواکونو دغه څلرويشت کلنه ښځه  په ډيرې سختې سره  له سيند څخه  راوايستله او روغتون ته يې وليږدوله.
دچغچران ښار د روغتون يوې مسوولې ډاکترې عاقلې وويل :  چې د ډاکترانو په هلو ځلو اوس د دغې ښځې روغتيايي حالت مخ په ښه کيدو دى .
دمريمې پلار عبدالقدوس وايي چې لوريې د بيوزلۍ او دميړه د وهلواو ډبولو
له امله په ځان  وژنې لاس پورې کړى دى .
ده وويل : زوم مې کارنه کوي زما لور فقيرانه ژوند لري او کله چې خپل ميړه ته وايي کار وکړه د هغه له خوا وهل کيږي او ډبول کيږي.
دچغچران دمهاجرينو په ښارګوټې کې ددغې کورنۍ ګاونډيان هم دعبدالقدوس خبرې تاييدوي او وايي چې مريم له بيوزلې او دخپل ميړه دوهلو او ډبولو له امله ځوريده.
پوليس وايي چې دمريمې ميړه تښتيدلى دى او دهغه دنيولو لپاره پلټنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته