کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٠ :
دافغانستان پخواني جمهوررئيس حامدکرزي دپاکستان داسلامي جمهوريت دصدراعظم محمدنوازشريف په نامه ديوه ليک په ليږلوسره دلوى خداى (ج) له دربارڅخه دده دبشپړې روغتيا هيله وکړه .
دپخواني جمهوررئيس مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: حامد کرزي په دې ليک کې هيله وکړه چې د محمدنوازشريف دجراحۍ عمليات په برياليتوب سره ترسره شوې او ډير ژر په بشپړې روغتيا سره خپل هېواد او ملت ته دخدمت لپاره دخپلې کورنۍ غېږې اوهېواد ته ستون شي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ