ټولنه

له دوه سوه بيځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
په فارياب ولايت کې نن  دوه سوه شپيتو کورنيو  مرستې ترلاسه کړې.
د فارياب ولايت  دمهاجرينو دراستنولو دچارو رئيس باخترآژانس ته وويل ؛ دغه  مرستې د هغو کورنيو سره کېږي چې  د وروستيو ناامنيو له امله د فارياب ولايت له ولسواليو څخه بې ځايه شوي او د ميمنې په ښار  کې ځاې پرځاى شوي دي.
هغه وويل له دغو  دوه سوه شپيتو کورنيوسره  د اوړو ، غوړيو ، لوبيا ، بورې  او ددال نخودو په ګډ ون دخوراکي توکو مرسته وشوه .
خبرځاى زياته کړه درې ورځې مخکې هم  له  درې سوه شپيتو بيځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې وه .  پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته