کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
په کندز ولايت کې نن د دوو غيرمسوولو وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې له دواړو لورو څخه دوه تنه ووژل شول او شپږتنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سيدسرور حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: نن غرمه د دغه ولايت دخان آباد ولسوالۍ په چار سرکه ساحه کې د دوو غير مسوولو وسله والو ډلو ترمنځ جګړه ونښته.
حسيني څرګنده کړه: په دې نښته کې له دواړو لوروڅخه دوه تنه وسله وال کسان وژل شوي او شپږ تنه لارويان ټپيان شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ