کابل باختر د ثور دمياشتې ٦ :
د ولسي جرګې د رييسانو د کميټې په غونډه کې چې نن جوړه شوه؛ د هېواد د امنيتي حالاتو په باب د خبرو په ترڅ کې پريکــــړه وشوه چې ستر امنيتي مسوولين دې په راتلوونکې اوونـــۍ کــــې د دغه مجلس عمومي غــــونډې ته وغوښتل شي .
د ولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د ولسي جرګــــې د رييس عبدالرووف ابراهيمي په مشـرۍ جوړه شوه؛ د دغې جرګې د راتلوونکو غــــــونډو اجندا وټاکل شوه او پريکړه وشوه چې ستــــر امنيتي مسوولين دې د روان کــــال د ثور د مياشتې په ١٢نيټه د شنبې په ورځ د ولسي جرګــــې عمومې غونډې ته وغوښتل شي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ