ټولنه

د ښځو نړیواله ورځ په کندزکې ونمانځل شوه

کابل/ د کب ١٨ مه/ باختر
د ښځو نړیواله ورځ نن په کندزکې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي باختر آژانس ته وویل: دغه غونډه چې د کندز د يوشمېر مسوولينو، مشرانو، د ولایتي شورا د وکیلانو، مدني فعالانو او د ښځو په ګډون جوړه شوه؛ د کندز د ښځو چارو رییسې نصیبې هولکر په همدې مناسبت د ښځو چارو د وزیرې دلبر نظري پیغام ولوست.
هولکر، په غونډه کې د مارچ ٨ مه، د ټولنیزو ناخوالو پر وړاندې د ښځو د پیوستون نړيواله ورځ وبلله او ويې ویل چې د افغانستان ښځې د جکړې په څلورو لسیزو کې زیاتې قربانۍ ورکړې او خپل مېړه، بچیان او ورونه له لاسه ورکړي دي؛ خو پرې نښودل چې حقوق یې تر پښو لاندې شي.
په غونډه کې یوشمېر ویناوالو د سولې د خبرو اترو له لورو څخه وغوښتل چې د هېواد په راتلوونکي سیاسي نظام کې دې د ښځو لاس ته راوړنې او حقوق په پام کې ونیسي. ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته