خبرونهامنیت

په جوزجان کې د امنیتي ځواکونو له لیکو مغرض کسان اېستل کېږي

کابل / د کب ۱۱ مه / باختر

د جوزجان امنیتي مسوولین وايي چې د افغانستان اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له لیکو مغرض، ورانکار او د اسلامي امارت له نوم استفاده کوونکي کسان ایستل کېږي.

د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې؛ د جوزجان د امنیې قوماندان داملا سراج الدین احمدي په هغه لېدنه کې چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د دویمې لوا له قوماندان او د دغه ولایت د قوش تپې او درز آب ولسوالیو د استخباراتو له استازو سره یې درلوده  وویل چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستل د اسلامي امارت په لومړيتوب کې دی.

د هغه د څرګندونوله مخې، په دغو دوو ولسوالیو کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لیکو څخه د صفوفو د تصفیې کمېسیون د پریکړې پر اساس  یو شمېر مغرض ، ورانکار او استفاده کوونکي افراد اېستل شوي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته