سیاست

لوى څارنوال : حامدکرزي دجمهوري رياست ددوو نوماندانو د ستونزې دحل کولو په مقصد يو هيئت موظف کړ.

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
  لوى څارنوال  محمد اسحق الګو نن دقزلباشانو دسمون دشورا له غړو سره په يوه غونډه کې وويل: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دجمهوري رياست ددوو نوماندانو دستونزې دحل کولو په مقصد يو هيئت ټاکلى دى .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې غونډه کې چې دهيواد دقزلباشانو  دسمون دشورا له خوا جوړه شوې وه  لوى څارنوال وويل، په انتخاباتو کې ناندري  يو معمول چلند دى او هغه ستونزې چې دجمهوري رياست  دانتخاباتو په دې پړاوکې ددوو نوماندانو ترمنځ رامنځته شوي دي له منځه وړل کيږي .
  دده دڅرګندونو له مخې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي  دجمهوري رياست ددغو دوو تنو نوماندانو دستونزې دحل کولوپه مقصد يو هيئت ټاکلى دى .
دغه راز په دې غونډه کې  دهيواددقزلباشانو دشورا دستاينې لوحه  دلوى څارنوال دخدمتونو په درناوي ده ته ورکړى شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته