ښوونه او روزنه

په جوزجان کې د ډاياک پروګرام ته د لسګونوجنګي وسايلو سپارل

کابل باختر د ليندي اتمه :
په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل نن په جوزجان ولايت کې د ډاياک پروګرام ته وسپارل شول.
دغه جنګي وسايل دجوزجان ولايت په بېلابېلوبرخوکې دملي امنيت د مامورينو له خوا د عملياتو او دپلټنې په بهيرکې کشف او ترلاسه شوي دي .
  په سپارل شويوجنګي وسايلوکې دکلاشينکوف سل ډزې، توغندي ويشتونکي، کره بين او تومانچې په ګډون نهه اويا جنګي وسايل شامل دي.
  دجوزجان ولايت دملي امنيت يومسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه جنګي وسايل دپوځي عملياتو او د پلټنې په بهيرکې له وسله والو طالبانو او له غير مسوولو وسله والوکسانو څخه ترلاسه شوي دي .
د وړاندې شويو شميرنو له مخې: له نږدې پنځوکلونو ر اپديخواچې په جوزجان کې د ډاياک پرګرام پيل شوى دى؛ نږدې دوه زره سپک او درانده جنګي وسايل دپوځي مامورينو له خوا دغه پروګرام ته سپارل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته