امنیت

په بغلان او تخار کې د اسلامي امارت ۷۰۰ سرتېرو پوځي زده کړې بشپړې کړې

کابل / د مرغومې ۱۸ مه / باختر
په شمال ختیځ زون بغلان ولایت کې د ٢١٧ عمري قول اردو د درېیمې پلې لوا له روزنیز مرکز څخه د اسلامي امارت ٥٠٠ سرتېرو له نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته فراغت لیکونه ترلاسه کړل.
په بغلان کې د دریمې پلې لوا قومندان مولوي محمد شاکر وایي چې له دغه روزنیز مرکز څخه ٥٠٠ سرتېري چې ٤٥ ورځې یې په یاد نظامي مرکز کې پوځي او عقیدتي زده کړې ترسره کړې وې، نن یې فراغت لیکونه ترلاسه کړل.
شاکر وایي چې سرتېرو ته به د نظامي زده کړو دغه لړۍ روانه اوسي او دغه راز هغه کسان چې اوس مهال د دغه ولایت په نظامي مرکز کې زده کړې تر سره کوي د اسلامي امارت سرتېري دي او له دوی وروسته به هغه داوطلب کسان هم جذب شي چې عام کسان دي او غواړي چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې هیواد او خلکو ته خدمت وکړي.
په همدې حال کې د بغلان والي قاري بختیار معاذ وايي چې فارغ شوي سرتېري به په دغه کې د امنیت په تامین کې ښه پایله ورکړي.
د بغلان د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وایي چې فارغو شویو سرتیرو تر ډیره پر نظامي زده کړو سربېره په عقیدتي برخه کې هم زده کړې ترسره کړي او د اسلامي شریعت د تطبیق په برخه کې به چټکې هلې ځلې ترسره کړي.
هاشمي زیاتوي چې فارغ شوي کسان به د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې پر دندو وګومارل شي چې ورسره سم به په ډاډمنه توګه امنیت تامین شي.
په ورته وخت کې په تخار کې له اوومې سرحدي پلې لوا څخه د اسلامي امارت ۲۰۰ سرتېري فارغ شول. مسوولین وايي چې فارغ شوي سرتېري به د دغه ولایت په سرحدونو کې پر دندو وګومارل شي. ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته