کابل باختر دوري يو ديرشمه :
دځوانانودچارودمعينيت له خوا نن په روزنيزو برخوکې له څلورو بنسټونو سره دهمکارۍ تفاهم ليکونه لاسليک شول .
دباختراژنس دخبريال دخبر له مخې :ددغه تفاهم ليکونه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات دپارسا ، دافغانستان دراتلوونکو نسلونو دځواکمن کولو ،دافغانستان دکارګرانو دصنفي اتحاديې او دافغانستان دښځو دپرمختګونو دمعاونيت دبنسټونو له مسوولينوسره لاسليک کړل .
ددغوتفاهم ليکونو له مخې: دغه بنسټونه دنجونو اوهلکانو په ګډون يوزيات شمير ځوانانو ته روزنيزې ، دمعلوماتو دورکولو دپروګرامونو ،سمينارونه ، روزنيز ورکشاپونه اودحرفوي زده کړو زمينې برابروي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانودچارو معين ددغو تفاهم ليکونو دلاسليک کولو په مراسمو کې وويل :دځوانانو دچارو معينيت تل هلې ځلې کړي دي چې په بيلابيلو برخو کې ځوانانو ته روزنيز او تحصيلي فرصتونه برابر کړي .
ده څرګنده کړه: په مرکز سربيره په ولايتونوکې هم په بيلابيلو برخو کې ځوانانو ته درونيزو فرصتونو او پروګرامونو زمينې برابروو .
دغه راز په دغو مراسمو کې دافغانستان دکارګرانو دصنفي اتحاديې دمرکزي شورا مرستيال راز محمد احمدي دافغانستان دښځو دپرمختګونودمعاونيت مسوولې ظريفي غفاري ، دافغانستان دځوانانو دراتلوونکو نسلونو دځواکمن کولو مسوول مطيع الله کاذمي اوپارسا موسسې دټولنيزو پروګرامونو همغږى کوونکى محمدجواد عمري دخپلو اړوندو بنسټونو دپروګرامونو په باب معلومات ورکړل او زياته يې کړه: دځوانانودچارو دمعينيت په همکارۍ په بيلابيلو برخو په تيره بيا دکارموندلو اوروزنې په برخو کې دځوانانو دودې ، پياوړتيا اوځواکمن کولو په خاطر مناسب فرصتونه برابروي .
1 1 دقیقه لوستل