سیاست

محمديونس قانوني د پاکستان له لوى درستيز سره وکتل

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٩
د جمهوري رياست سرپرست محمديونس قانوني پرون له غرمې وروسته د پاکستان د اسلامي جمهوريت د اردو له لوى درستيز راحيل شريف او له ملګرى هيئت سره يې په کتنه کې د دواړوهيوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښټ او د شتو ستونز د حل کولو په لاره کې د جدي او دوستانه خبرو غوښتنه وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې د افغانستان د ملي اردو  لوى درستيزجنرال شير محمدکريمي او په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوريت سفير ابرارحسين هم حاضر وو؛ د جمهوري رياست سرپرست په دې باندې په ټينګار سره چې دواړه هيوادونه د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د پاکستان د اسلامي جمهوريت په خپلوکې په اوسنيو پراخو مشترکاتو سره د تروريزم په نامه ګډ دښمن هم لري؛ ضروري ده چې له دغه چلنج سره دمقابلې لپاره له يوبل سره جدي او رغنده خبرې هم ولري.
دجمهوري رياست سرپرست زياته کړه: د افغانستان، پاکستان او د امريکا له درې اړخيزو خبرو څخه چې په پوځي برخوکې کيږي؛ خوښ يم او هيله لرم د دغه بهير دوام وکولاى شي په سيمه کې د سولې او ثبات دټينګښت په برخوکې دپراخو همکاريو له پيل لپاره له موږ سره مرسته وکړي .
دجمهوري رياست سرپرست د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور د روحيې پيداکول د اړيکو په پراختيا کې رغنده ګام وباله چې کولاى شي زموږ ملتونه او هيوادونه د زياتو اقتصادي همکاريو په لور رهبري کړي، ځکه زموږ هيوادونه له دې پلوه زيات ظرفيتونه لري.
په دې کتنه کې د پاکستان د اسلامي جمهوريت د اردو لوى درستيز جنرال رحيل شريف هم يادونه وکړه چې پاکستان په اخلاص او ښه نيت سره له افغانستان سره د دوستۍ د ستنو د ټينګښت غوښتنه کوي او په همدې مقصد موږ له خپل افغان سيال سره ښې خبرې پيل کړې دي.
ده زياته کړه چې د پاکستان د اسلامي جمهوريت حکومت په خپلو امنيتي مرکزونوکې ټولو قدموته لارښوونه کړې ده چې په افغانستان کې د انتخاباتو د دويم پړاو د امنيت د تامينولو په برخه کې همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته