امنیت

دبدخشان امنيه قوماندانۍ ته اووه ويشت ميله وسلې وسپارل شوې

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٠ :
اووه ويشت ميله ډول ډول وسلې نن دبدخشان ولايت داستيناف څارنوالۍ له خوا ددغه ولايت امنيه قوماندانۍ ته وسپارل شوې .
دبدخشان ولايت داستيناف څارنوالۍ رييس څارنپال محمد وزيرجلالي باخترآژانس ته وويل  :  اووه ويشت ميله ډول ډول وسلې چې دمتهمينو دنيولو په وخت کې له هغوي څخه ترلاسه شوې وې امنيه قوماندانۍ ته وسپارل شوې چې دوسلو دراټولولو بهير ته وسپارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته