امنیت

دهېواد په ختيځ کې دطالبانو او دپاکستاني طالبانو دغورځنګ دډلې د ځواکونو جګړه بيا زور واخست .

کابل باختر د لړم  شپاړلسمه :
دهېواد په ختيځ کې دطالبانو او دپاکستاني طالبانو دغورځنګ جګړې بيا له سره  زور واخست .
دغه جګړې  پرون سهار دغني خيلوولسوالۍ په ځينو سيمو کې پيل شوې او تر مازيګره پورې دوام وکړې .
درارسيدلو خبرونوله مخې، تيره شپه دغه جګړه  يوځل بيا پيل شوه او ويل کېږي چې دغه راز دوام لري .
جګړه دسيمې  دځواکمنى او له خلکو څخه دزکات په نامه دراټول شويو پيسو دويشلو پر سر نښتې ده .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې ددغو دواړو  ډلو ترمنځ په نوې نښته کې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول
دننګرهار په غني خيلو ولسوالۍ کې  دطالبانو او دپاکستاني طالبانو دغورځنګ دډلو په پرونيو نښتو کې  دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه ملکيان شهيدان شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته