روغتیا

يوسلوڅلور زره تنه ماشومان د پوليو له واکسين څخه ګټه اخلي

زرنج باختر دغويي دمياشتې  ٢٥ :
په نيمروز ولايت کې د پوليو واکسين د پسرلني کمپاين دويم پړاو نن پيل شو.
د نيمروز ولايت وياند احمد عرب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې څه ناڅه يوسلوڅلور زره تنه ماشومان د زرو تنو روغتيايي کارکوونکو له خوا د واکسين تر پوښښ لاندې نيول کيږي .
دغه راز د کولمو د چينجيو ټابليټونه هم په ماشومانوخوړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته