سیاست

چارواکي: په کونړ کې د انتخاباتو لپاره پوره چمتو والی نیول شوی دی

اسعد اباد/ د تلې ۳ مه / باختر
د کونړ ولايت  لوړ پوړي دولتي مسوولين وايي چې د ټاکنو په ورځ به په ټول کونړ کې  د رايې ورکولو (۱۱۰)مرکزونه فعال وي.
دوی ډاډ ورکوي چې د دغه مرکزونو له منځه يو هم د جدي ګواښ لاندې نه دی او که چېرته احتمالي ګواښ رامنځ ته شي،دوی يې په اړه له وړاندې تدابير نيولي دي.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې:
د کونړ والي په يوه مطبوعاتي ناسته کې خبريالانوته وويل چې په ټولو ولسواليوکې به ټاکنې په ډاډمنه توګه ترسره شي.
هغه زياته کړه: په کونړ کې ۱۱۰ مرکزونه او۵۸۶ محلونه شتون لري چې د امنيت له نظره پوره ډادمن دي،هلته امنيتي ځواکونه ځای پرځای شوي او که کومه امنيتي ستونزه پیدا شي نو عمليات به پرې ترسره کړي.
والي وايي: د ټاکنود ورځې لپاره يې د همغږۍ درې نظامي مرکزونه جوړکړي چې د اړتيا پرمهال به  سيمې ته په اسانۍ لاس رسی ولري.
هغه امنیتي حالت ډاډمن وښود او زیاته یې کړه چې د ښه امنيتي فضا رامنځ ته کېدو په موخه يې صفر چهار قطعه هم چمتوکړې ده.
په همدې حال کې د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال ميرويس ساپی وايي چې د وسله والو پر وړاندې پوره قوت او چمتووالی  لري .
په پام کې ده د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکې تلې میاشتې په ۶ مه ترسره شي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته