سیاستخبرونهورزشتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کرکټ بورډ سمه پرېکړه وکړه!؟

تبصره:

د افغانستان کرکټ بورډ تازه د یوې پرېکړې له مخې په درې افغان لوبغاړو نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي یو لړ بندیزونه لګولي، چې له مخې یې دوی نه شي کولی د ۲۰۲۴ زیږدیز کال لپاره د کرکټ بورډ مرکزي تړون له ځانه سره ولري او همدارنګه نه شي کولی چې په نړیوالو سوداګریزو لیګونو کې ولوبېږي.

کرکټ بورډ ویلي، چې دغه پرېکړه یې سوداګریزو لیګونو کې لوبېدلو ته پر ملي لوبو لومړیتوب ورکولو له امله کړې ده.

اوس خبره دا ده، چې د کرکټ بورډ دغه پرېکړه څنګه ده؟

خبره دا ده، چې اوس مهال په افغانستان کې یو با تدبیره نظام حاکم دی او هر هغه څه ته یې پام دی، چې د ملي او اسلامي منافعو خلاف وي او کرکټ بورډ هم د دغه نظام یوه برخه ده، چې اړ دی تر څو د کرکټ د نړیوالې شورا او د افغانستان اسلامي امارت اصولو ته ژمن وي.

دا د ویاړ خبره ده، چې د کرکټ په نړیوالو لیګونو کې ډېر افغانان لوبیږي، خو دغه لوبغاړي باید هېڅکله هم ملي دندې شاته پرېنږدي او لومړیتوب ورکړي.

بله خبره دا ده، چې که یو لوبغاړی ډېر لیګونه ولوبوي او خپل فټنس او روغتیا ته په کې پام ونکړي نو طبیعي ده، چې خپل حالت له لاسه ورکوي او ممکن د اوږد مهال لپاره لوبه و نه شي کړی.

لوبغاړي باید په دې پوه شي، چې دوی د همدې نولس کلنې لوبډلې، ملي لوبډلې او کورني کرکټ له برکته نړیوال مقام ته رسېدلي او یو افغان نه شي کولی د خپل حکومت او ملت دغه احسان هېر کړي.

نو په ټوله کې د کرکټ بورډ دغه پرېکړه د هېواد د کرکټ د راتلونکي لپاره یو ښه پرېکړه ده او هېواد وال او د لوبغاړ مینوال باید په دې خفه نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته