امنیت

يوه ميرمن او ميړه په کونړ ولايت کې ووژل شول

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٨ :
يوه ميرمن او ميړه دناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا له تېره شپه په کونړ ولايت کې په ډزو سره ووژل شول.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس  خبريال ته وويل چې دغه پيښه د کونړ ولايت د مرکز اسعدآباد ښار په کراړې کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې ناپيژاندوسله وال کسان  د دغې ميرمنې او ميړه کور ته  ننوتل او هغوى يې په ډزو سره ووژل.
خبر ځاى وويل چې يرغلګر له پيښې وروسته له ساحې څخه په تيښتې بريالي شول.
سيد خيل وويل چې د پيښې د عاملينو د نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
ويل کيږي چې دغه ميرمن او ميړه چې د نورستان ولايت  اصلي اوسيدونکي دي  پنځه کاله مخکې د ښځې دکورنۍ  له موافقې وروسته واده وکړ او په کونړ ولايت کې يې استوګنه لرله او اوس د ناپيژاندو يرغلګرو له خوا پرې بريدوشو او ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته