سرپلباختر دوږي دمياشتې ١٩ نيټه :
په سرپل ولايت کې د ماين د چاودنې له امله د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان زوى ووژل شو.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان خليل الله دستيار باختر آژانس ته وويل: د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان ١١کلن زوى جان محمد پرون په صياد ولسوالۍ کې په خپل کورکې د ماين د چاودنې له امله ووژل شو.
دستيار زياته کړه: قوماندان ميراحمد غوښتل چې دغه ماين د پوځيانو د سپرلۍ د کاروان او خلکو د تګ راتګ په تګلوري کې ښخ کړي .
خبرځاى زياته کړه : په دې پيښه کې د قوماندان ميراحمد يوه ١٣ کلنه لور هم سخته ټپي شوې ده .
پاى ج ذ
2 د یوې دقیقې څخه لږ