امنیت

په خوست کې د هوايي بريد له امله څو تنه ډارا چوونکي ووژل شول

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢١  :
څوتنه ډار اچوونکي په خوست ولايت کې د يو لړ هوايي بريدونو له امله ووژل شول.
يوه ډله تروريستان کله چې تېره شپه ناوخته په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ په سپيرې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکې له خوا پرې بريد وشو.
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د امريکايي ځواکونوپه دغه بريدکې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ده وويل؛ په دغو طالبانو کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو، بريد وشو.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د حقاني شبکې شپږ تنه ډاراچوونکي د خوست ښار ته  څېرمه د افغانستان د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
د يوبل خبرله مخې:
د طالبانو او د حقاني په شبکې پورې اړوند اته تنه ډار اچوونکي تېره شپه او نن سهار په خوست کې د جګړو له امله ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته