ټولنه

په بلخ کې د څښاک اوبو يوه شبکه جوړېږي

کابل/ باختر/ د زمري ١٤ مه :
په بلخ کې د څښاک اوبو د يوې شبکې په جوړولو سره د دغه ولايت په مربوطاتوکې د ١٥٠ کورنۍ د څښاک له اوبو څخه ګټه اخلي.
د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس ته خبر ورکړ: د څښاک اوبو دغه شبکه د ولسي تړون د ملي پروګرام له بودجې څخه د يو ميليون ٩٠٠ زرو افغانيو په لګښت د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې جوړېږي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته