کابل باختر د سلواغې شپاړلسمه :
دترکيې صدراعظم روسيه او دسوريي دجمهور رييس بشاراسد درژيم په نورو پلويانو تور لګوي چې په سوريې کې جنګي جنايتونه ترسره کړي دي .
احمد داود اوغلو چې دپنجشنبې په ورځې په لندن کې دسوريې دجګړې قربانيانو ته دمرستې دراټولولو په کنفرانس کې خبرې کولې وويل : چې په سوريې کې دبشري بحران علت جنګي جنايتونه دي چې دسوريې درژيم او داسلامي دولت دډلي دتند لارو وسله والو له خوا ترسره شوي دي .
دروسيې ددفاع وزارت وياند دترکيې دصدراعظم دڅرګندونو په ځواب کې په دغه هېواد په سوريې کې دپوځي لاسوهنې تور ولګاوه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ