امنیت

يو تن دنشه يي توکو دليږدونې په تور ونيول شو

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٦ :
په پروان ولايت کې پرون يو تن د ٢٦٠ کيلوګرامو نشه يي توکو دليږدونې په اړوند دپوليسو له  خوا ونيول شو.
دپروان ولايت  دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې مدير دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  چې ددغه مديريت ځواکونو  دپروان ولايت  دامنيې قوماندانۍ ددويمې امنيتي حوزې دامريت دپوليسو په ګډو هلو ځلو سره   دځانګړو عملياتو په بهيرکې   ٢٦٠ کيلوګرامه  هيروئين ډوله نشه يي توکي دنشه يي توکو له يوه قاچاق وړونکي سره دچاريکارو ښار په مربوطاتو کې نيولى دى.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې  نيول شوى سړى  ترپوښتنې لاندې دى او قضيه څيړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته