سیاست

اجرایيه رئیس د بغلان ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل

کابل باختر دمرغومي دولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وړاندې د بغلان له لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو سره وکتل.
د بغلان قومي مشرانو او مخورو لومړی اجرایيه رئیس ته د هغه ولایت ستونزې وویلې او غوښتنه یې وکړه، چې د دې ولایت مرکز چې له نن نه شپږ ویشت کاله وړاندې د وخت د حکومت له لوري د مجاهدینو له بریدونو نه د خوندي کېدو لپاره پلخمري ته لېږدل شوی و، بېرته دې مرکزي بغلان ته را ولېږدول شي.
هغوی ټینګار وکړ، چې دغه مساله به د حکومت او خلکو په ګټه وي او پر امنیت به ښه اغېزه وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله خلکو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت ته د خلکو غوښتنې او رضا مهمه ده او په دې برخه کې به له جمهوررييس سره تر سلا وروسته یوه معقوله لار غوره کړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله په ملي کچه په ټولو تحولاتو کې د بغلان د خلکو ونډه ارزښتمنه وبلله او ویې ویل: چې د خلکو قانوني غوښتونو ته به ځواب ووایي؛ خو د بغلان له خلکو یې وغوښتل چې په هر حالت کې د دې ولایت ملي یووالی او ارامتیا وساتي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته