ورزش

د کلنګار د آزادى ټيم لومړى مقام وګاټه

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٩
له پوليسو سره د خلکو د همکارۍ په نامه د فوټسال سياليو پرون د لوګر ولايت په مرکز د کلنګار د آزادى ټيم په اتلوالي سره پاى ته ورسيدې .
د جنوب زون د ورزش مسوول محمد يونس آهنګر د باختر آژانس خبريال ته وويل: له پوليسوسره د خلکو د همکارۍ ترعنوان لاندې د فوټسال د پسرلنى تورنمنت وروستى پړاو د سلګونو تنو ننداره کوونکو په وړاندې د لودين په جمنازيوم کې ترسره شو چې وروستۍ لوبه د کلنګار د آزادى ټيم او د عقابانو ترمنځ وشوه چې لوبه د کلنګار د آزادى د ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او لومړى مقام يې وګاټه.
آهنګر زياته کړه: په دغو سياليوکې د لوګر ولايت له مرکز او د بره کي برک له ولسوالۍ څخه دولسو ټيمونو ګډون کړى و چې لس ورځې يې دوام وکړ.
ويل کيږي دغه سيالۍ د ورزش او ځوانانو د پرمختيايي سازمان او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو د مديريت له خوا شوى و .
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفيق پوپل ورزش د انسانانو د سلامتيا او فکري او جسمي ودې ضمانت کوونکي وباله او ويې ويل: بايد ځوانان په بېلابېلو ورزشي څانګوکې خپلې وړتياوې وښيي.
په پاى کې لومړى او دويم ګټوونکو ټيمونو ته سوغاتونه ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته