ټولنه

په بدخشان کې د اوو پرمختيايي پروژو کار پيل شو

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۲۵مه
د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوا پرون په بدخشان ولايت کې د دولسو ميليونو افغانيو په لګښت د اوو پرمختيايي پروژو د تطبيق کار پيل شو.
د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا زارت د ولسي تړون د ملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دغو ټولګټو پروژو کې د اوبو لګولو د کانالونو، د اوبو د زيرمو او د استنادي ديوالونو جوړول شامل دي.
د دغو پروژو کار د بدخشان ولايت په تشکان ولسوالۍ کې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوا د ۱۲  ميليونو او ۹۰۰ زرو افغانيو په لګښت پيل شوي دي.
د دغو ټولګټو پرمختيايي پروژو د کار په بشپړيدو سره يو زرو ۵۰۰ جريبه کرنيزې ځمکې خړوبيږي او دغه راز  ١١٩١  کورنۍ به د هغو له اسانتياوو ګټه واخلي .
ختم_ فرشته _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته