امنیت

٢٥ تنه ډاراچوونکي د هيواد په جنوب زون کې ونيول شول

کابل باختردوري نهه ويشتمه:
٢٥تنه ډار اچوونکي د امنيتي ځواکونو په هغو عملياتو کې چې د جنوب زون په مربو طاتو کې ترسره شول ونيول شول
دملي دفاع وزارت مطبو عاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ.
په تيروڅلورويشتو ساعتوکې امنيتي او دفاعي ځواکونو دقندهارولايت د ميوندولسوالۍ په بازارګل شمال ساحه کې محاربوي او چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې ٢٥ تنه طالبان نيول شوي ، دوه تنه نور يې وژل شوي او ددښمن ٤ سراچه موټرونه او ٥ موټرسايکلونه سوځول شوي دي .چې په نيول شويو کسانو کې دطالبانود ډلې يوسرګروپ هم شامل دى .
دقندهار ولايت په ميانشين ولسوالۍ کې ٤ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي او ددغه ولايت په نيش ولسوالۍ کې دوه تنه نور ډار اچوونکي هم وژل شوي دي او ددوى يو موټر سايکل سوځول شوى دى او دزابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ په مربو طاتو کې دحاجي عزيزد تيلو ټانګ په ساحه کې د نښتو له امله ٤ تنه وژل شوي چې د دووتنو مړي د امنيتي ځواکونو لاس ته وراغلي دي او امنيتي ځواکونو وکولاى شو ل دقندهار ولايت په نيش ولسوالۍ کې درې ډول ډول ماينونه کشف او شنډکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته