ټولنه

جمهوررئیس حامدکرزي د شهیدانو له وارثانو سره وکتل

_کابل_باختر د ليندي دمياشتې ٦ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، د شهیدانو له هغو وارثانو سره چې د کورنۍ غړي یې د طالبانو او د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې شهیدان شوي دي او په مشورتي لویه جرګه کې یې ګډون کړی و، نن په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې حاجي سید احمد او محمد ایوب زرین د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.دوی، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک څخه مخکې د سولې د ټینګښت او د بهرنیو ځواکونو لخوا د افغانستان د خلکو پر کورونو باندې د پوځي عملیاتو د سملاسي بندیدو په باب د جمهوررئیس حامدکرزي له دریځ او شرطونو سره خپل بشپړ ملاتړ اعلام کړ.
د فراه ولایت اوسیدونکي حاجي سید احمد وویل: " موږ د شهیدانو د وارثانو په استازیتوب یو ځل بیا د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه ستاسو د دریځ په بشپړه توګه ملاتړ کوو او د هغه قدر کوو. لکه څنګه چې تاسو د افغانستان شرایط درک کویء نور یې نه شي درک کولای. موږ د ډله ایزو رسنیو له لارې اورو چې تاسو له څومره ستونزو سره مقابله کویء، د امریکا  لوړ پوړي چارواکي له تاسو څخه څومره غوښتنې کوي چې هغه د افغانستان د ارادې او اسلامي موازینو پرخلاف دي. خو ستاسو ټینګار موږ دې ته هیله مند کوي چې دا ډیر لوړ افتخار دی چې ستاسې په وجود کې په افغانستان کې سوله ټینګه شي. "
حاجي سید احمد له جمهوررئیس څخه د یوې ګیلې په ترڅ کې وویل: د فراه ولایت هغه چارواکي چې د سالم مدیرت د نه لرلو له امله د ځان مرګو بریدونو د مخنیوي په لاره کې پاتې راغلي وو، باید مجازات شوي وای خو له بده مرغه مهمو پستونو ته لوړ کړای شول.
د دغې کتنې برخه والو همدا راز د شهیدانو وارثانو ته د یوې یوې نمرې ځمکې د ویش او د هېواد په دننه او بهرکې د هغوی اولادونو ته د زده کړې د زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه.
حامدکرزي د مشورتي لویې جرګې له پریکړو څخه د مننې په ترڅ کې وویل:" د امنیتي قرارداد په باب جرګې تائید وکړ. جرګه د افغانستان د خلکو نماینده ګي ده. زموږ قبوله ده. خو جرګې ورسره د سولې غږ هم وکړ، جرګې ورسره د امنیت غږ هم وکړ او دا شرط یې ایښی دی که سوله نه وي او قرارداد ورکړو د افغانستان پکې بدبختي ده.که د افغانانو پر کورونو باندې د بهرنیو ځواکونو پوځي عملیات بند نه شي او امنیتي تړون لاسلیک شي، هغوی ته د افغانستان استقلالیت په لاس ورکول دي."
حامدکرزي ټینګار وکړ چې امریکا دې د افغانستان د خلکو پر کورونو باندې عملیات بند کړي او د سولې په راوستلوکې دې له موږ سره همکاري وکړي.
د دغې کتنې په پای کې د هېواد جمهوررئیس د شهیدانو وارثانو ته ډاډ ورکړچې د دوی ستونزو او غوښتنو ته به په کابینه کې رسیده ګي وشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته