امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

ګرديز – باختر دتلې دمياشتې ١٣
اووه  تنه وسله وال طالبان په پکتيا ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل.
مل پاسوال زلمي  اوريا خيل باختر آژانس ته وويل  :  اووه تنه وسله وال طالبان تيره شپه هغه وخت ووژل شول چې يوې  ډلې وسله والو طالبانو غوښتل دپکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ په روقايت سيمه کې يې دسيمه ييزو پوليسو په امنيتي پوستو بريد و کړ چې سيمه ييزو پوليسو پرې ډزې وکړې او اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
اوريا خيل زياته کړه  : ددغو نښتو په بهير کې درې تنه سيمه ييز پوليسان هم شهيدان شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته