سیاست

حامدکرزي د ښځو او ماشومانو وژنه هيڅ راز انساني اخلاقي او اسلامي توجيه نه لري

کابل باختر دوږي ٢٥
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي دهلمند ولايت  په ګرشک ولسوالۍ کې  تروريستي بريد په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده .
   دهلمند د والي  ددفتر دمعلوماتو له مخې ،  نن له غرمې وروسته  ددغه ولايت  دګرشک ولسوالۍ  په يو واټ کې  په ښخ کړى شوى ماين  ديو تونس موټر  د خټلو  له امله  د دوو کورنيو  دولس تنه غړې  چې زياتره يې  ښځې او ماشومان و ، شهيدان شول .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ددغه تروريستي بريد  دغندلو  په ترڅ کې وويل چې دبې ګناه ښځو او ماشومانو وژل  هيڅ راز انساني  اخلاقي  او اسلامي  توجيه  نه لري  او په کلکه  د ديني اوبشري ارزښتونو پرخلاف دي  او عاملين يې  هغه  ډارن کسان دي  چې دپرديو په اشاره  زموږ بې ګناه خلک  په وينو او خاورو لړي او لت پت  کوي  يې.
   حامدکرزي دخپلې ژورې ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب دشهيدانو کورنيو ته   څرګندوي  او دلوي خداى ( ج )  له دربار څخه هغوى ته دجميل صبر هيله کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته